IQNA

د امام علي (ع) د حرم د ګنبسئ د پاسه د «مولود کعبه»د  بیرغ رپېدل

6:45 - December 29, 2025
د خبر لمبر: 3492237
ایکنا - د علوي سپېڅلي آستان صحنه  پرون د امام علي بن ابی‌طالب (ع) د زېږون د کلیزې په مناسبت د بیرغ د پورته کولو د مراسمو کوربه وه .

 ایکنا نیوز د الفرات له قوله راپور راکړ،  دنجف اشرف علوي سپېڅلي آستان په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ:

«د امیرالمؤمنین (ع) د سپېڅلي حرم له سیوري لاندې، د ولایت له سپېڅلو وږمو  سره، او د امیرالمؤمنین علي بن ابی‌طالب (ع) د زېږون د کلیزې په خوښۍ کې، د ولادت بیرغ  پورته شي.

د علوي سپېڅلي آستان تولیت په یولړ څرګندونو کې ووئيل کړه:  ټولو خلکو ته بلنه ورکول کېږي چې د امیرالمؤمنین علي بن ابی‌طالب (ع) د ولادت د بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې د دې مبارکې ورځې په مناسبت ګډون وکړي.  

علوي سپېڅلي آستان د ۱۳ رجب د ورځې، چې د دې ستر امام د ولادت کلیزه ده، د نمانځنې په موخه، د خپلو ټولو څانګو، برخو او واحدونو په همکارۍ یو منظم پروګرام چمتو کړی دی، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي. سربېره پر دې، هغو زائرینو ته د خدمت لپاره هم لازم ترتیبات نیول شوي دي چې د دې مراسمو د نمانځنې لپاره د نجف اشرف حرم ته ورځي.

د همدې مناسبت په ویاړ، علوي سپېڅلي آستان د حضرت علي (ع) سپېڅلی حرم په زرګونو خوشبویه ګلونو ښکلی او سینګار کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4325388   

captcha